ایکنانیوز له خراسان رضوي څخه راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ لومړنۍ ورځې دمیرمنو د برخې سیالۍ پرون له سهار اته نیمو بجو څخه تر یولس نیمو بجو پورې د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په قدس تالار یا هال کې ترسره شوې.
په دغې برخې کې په پیل کې ویاړمنې قاري په توګه میرمن اسمافلکي د قرآن کریم یو شمیر آیتونه قرائت کړل او په دوام کې دغنا هیواد د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې زینب عبدالرحمنله افغانستانه د ترتیل په څانګې کې معصومهمحمدي ، د یمن له هیواده د ټول قرآن پهڅانګې کې فنان رشاد علی یعقوب ، د فلیپین هیواد څځه د ترتیل په برخې کې جمالیه عبدالقادر ، له نیجریه څځه د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې حنه علی میرافي ،له لبنانه د ترتیل په څانګې کې حورا حیدر حمزی او له تایلینډه د ترتیل په څانګې کې کریمه حاج ابراهیم د قرآن تلاؤتونه وکړل.
په پاي کې مرضیه میرزایی پور هم د ویاړمنې قاري په توګه د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
د یادولو ده د ټول قرآن د حفظ اوترتیل د قرائت په څانګو کې د میرمنو په برخې کې د سیالانو سیالۍ د سلواغې له اتمې تر لسمې پورې دوام لري. او دغه پروګرام سهار ترسره کیږي او دغه راز د ښاغلو برخه هم د تحقیق د قرائت ،د ترتیل د قرائت او د ټول قرآن کریم د حفظ په درو څانګو کې د ماسپيښین له دوه نیمو بجو د شپې تر نهو بجو پورې د قرآن اومعارفو ټيلیویژني چینل څځه په مستقیم او ژوندئ بڼه خپریږي.
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4262071